ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: پر زېړي د اخته ماشومانو له کورنۍ درملنې دې ډډه وشي

ډاکټران: پر زېړي د اخته ماشومانو له کورنۍ درملنې دې ډډه وشي

author avatar
17 Jul 2024 - 18:27
ډاکټران: پر زېړي د اخته ماشومانو له کورنۍ درملنې دې ډډه وشي
author avatar
17 Jul 2024 - 18:27

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): ځینې میندې وايي، پر زېړي د اخته ماشومانو کورنۍ درملنه اغېزناکه ده خو ډاکټران سپارښتنه کوي چې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته یووړل شي، کنه د دماغي فلج لامل یې کېږي.

یادې میندې ادعا کوي چې پر زېړي د اخته نوو زېږېدلو ماشومانو درملنه یې د ماشوم په غاړه کې د سپین پیاز اچولو، پر ژبه د سرو زرو اېښودو او د یوه ملا په وسیله د دم له لارې کړې ده.

هغه میندې چې د خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو درملنه یې په کور کې کړې ده

د غور د مرکز فیروزکوه ښار اوسېدونکې ۲۸ کلنه فیروزه چې د درېیو ماشومانو مور ده، پر زېړي د اخته ماشومانو کورنۍ درملنه اغېزمنه بولي او وايي چې درې واړه ماشومان یې له زېږون وروسته پر زېړي اخته شوي، خو یو یې هم د درملنې لپاره ډاکټر ته نه دی وړی.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «نه یوازې زه، بلکې زموږ په ولایت کې ډېری خلک که چېرې نوی زیږېدلی ماشوم یې زېړی ونیسي، ډاکټر ته یې نه بیایو، ملا ته یې وروړو او یو سپین پیاز هم وړو، بیا ملا پیاز دموي او پیاز د ماشوم په غاړه یا د زانګو پر سر ورته راځړوو تر هغه چې پیاز په بشپړه توګه وچ او ژېړ شي، د ماشوم زېړی هم ښه کېږي.»

دغه‌راز، د دغه ولایت یوه بله اوسېدونکې سیما وايي چې پر زېړي اخته ماشومان ډاکټر ته نه بیایي، بلکې د هغه ښه کېدو لپاره له کورنۍ درملنې کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «زموږ نیاګانو ویل چې سره زر زېړی ښه کوي، کله چې مې لومړی ماشوم پیدا شو، ډاکټرانو وویل زېړی لري او درمل یې ورکړل، خو بیا مې مور وویل چې تر څلوېښتو ورځو خپله د سرو زرو ګوتمه د هغه په ژبه وروهه ښه کېږي، ما هم تر څلوېښتو ورځو خپله ګوتمه د هغه په ژبه وهله څو چې ښه شو.»

دغه‌راز، د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې ثریا هم وویل چې د خپلو ماشومانو د زېړي درملنه یې په کور کې کړې او هیڅ وخت یې ډاکټر ته مراجعه نه ده کړې.

هغې زیاته کړه: «کله مې چې ماشوم پر زېړي اخته وي، د چرګې هګۍ له خوړلو ډډه کوم؛ ځکه زېړی ډېری وخت د هګیو خوړولو له امله رامنځته کېږي، ناروغ ملا ته وروړو، زغر غوړي د ماشوم پر بدن وهي چې زېړی یې ورک شي.»

ورته مهال، د بادغیس اوسېدونکې حنیفه هم وايي: «لور مې زېړی درلود، یوه ملا ته لاړم، هغه راته وویل چې باید سپین پیاز راوړې، ما هم یو دانه پیاز وروړ، هغه یې ورته غاړه کې بند کړ، د دوولس ورځو په اوږدو کې مې هره ورځ د پیاز یوه پاڼه ایسته کوله، شکر ښه شو.»

خو یوې مور ډاکټر ته د مراجعې نه کولو له امله خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړي

د کابل ښار اوسېدونکې امنه چې د کابل په اندراګاندي روغتون کې یې خپل ماشوم بستر کړی، پژواک ته وویل: «لور مې د مینداوارۍ په اوومه میاشت وزېږېده، دوه ورځې ښه وه، بیا زېړي ونیوه، شيدې یې نه خوړلې، ژړل یې، کله چې زېړي ونیوه، ملا ته مې یووړه چې دم یې کړي، خو وضعیت یې لا خراب شو، ژر مې روغتون ته راوړه، بستر مې کړه.»

هغې زیاته کړه، مخکې له دې یې هم دوه نور ماشومان چې په اووه میاشتنۍ کې زېږېدلي او پر زېړي اخته وو خو دا چې ډاکټر ته یې نه وو وړي، مړه شول.

امنې په کور کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د زېړي درملنه ناسم عمل وباله او ویې ویل: «له نورو میندو غواړم چې خپل ماشومان ژر روغتون ته بوځي څو هغه حالت ته ونه رسېږي چې د ښه کېدو امکان ونه لري.»

ډاکټران: موږ ته ځیني ناروغان راوړل کېږي د کورنۍ درملنې له امله یې روغتیايي وضعیت خراب شوی وي

د «کابل اندراګاندي صحت طفل انسټیټوټ» کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص رنځورمل ډاکټر اقامحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل: «په ماشومانو کې زېړی توپیر لري، ځیني ماشومان د مور له شيدو سره حساسیت ښیي او پر زېړي اخته کېږي، ځیني نور بیا د یو شمېر نورو لاملونو له امله پر زېړي اخته کېږي.»

هغه زیاته کړه، وینه کې شته میکروب، د مور او د ماشوم د وینې د ګروپ توپیر او د نوي زېږېدلي ماشوم په بدن کې د هیموګلوبین ډېرېدل د زېړي رامنځته کېدو عمده لاملونه دي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د پوستکي او سترګو ژېړوالی د دې ناروغۍ نښې دي.

هغه وویل، ځینې نوي زېږېدلي له پیدا کېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې پر زېړي اخته کېږي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نور‎ ماشومان د وینې میکروب او انتاناتو درلودو له امله له زېږېدو څو ورځې وروسته پر زېړي اخته کېږي.

ډاکټر شېرزاد وايي، که پر زېړي اخته ماشومام د درملنې لپاره ژر تر ژره روغتون ته ونه لېږدول شي،‎ روغتیایي وضعیت یې خرابېږي.

هغه په کور کې د زېړي درملنې ته په اشاره وویل: «ځینې میندې وايي چې ماشوم مې زېړی درلود، پرهېز مې وکړ، ماشوم مې په ملا دم کړ … یوه ښځه بلې ته کیسه کوي چې زما ماشوم هم دا ډول و چې دم مې کړ او پرهېز مې وکړ ښه شو؛ خو د هر ماشوم زېړی په هره کورنۍ کې توپیر کوي او په یو ډول یې باید درملنه ونه شي.»

هغه زیاته کړه، ځیني داسې نوي زېږېدلي د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړل شوي چې په کور کې د درملنې له امله یې روغتیایي وضعیت خراب شوی او ان د مغز له فلجېدو سره مخ شوي چې درملنه یې ممکنه نه وه.

هغه کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د ماشومانو له خپل‌سرې درملنې ډډه وکړي او ناروغ ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته ولېږدوي.

دغه راز، په دغه روغتون کې بل ډاکټر سیدجواد حسیني وویل، ۴۰ سلنه ماشومان چې زېږي، پر زېړي اخته وي او ډېری هغه ماشومان دي چې د نهو میاشتو له پوره کېدو مخکې زېږیږي.

هغه د پنځو ورځو یوه ماشوم ته چې پر زېړي اخته دی، اشاره وکړه ویې ویل: «دغه ماشوم پریم‌چور دی، یعنې له خپلې مودې مخکې زېږېدلی، له پرون راهیسې زموږ په روغتو ته تر مراقبت لاندې دی، وینه مو یې بدله کړه او که مراقبت یې نه وای شوی، زېړي یې دماغ خراباوه او په راتلونکي کې یې دماغ فلجېده.» ‎

هغه له میندو وغوښتل چې له حمل اخیستو مخکې باید خپله وینه معاینه کړي او که د وینې ګروپ یې منفي و، باید د میندوارۍ په ۲۸مه اونۍ کې واکسین وکړي او هر ځل چې حمل اخلي، باید د نسايي ولادي د ډاکټر مشوره له ځان سره ولري.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.