ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
21 Jul 2024 - 09:16
میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
21 Jul 2024 - 09:16

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو د مرکزي بهسودو ولسوالۍ اړوند د «ګردن بريده» سیمه کې د ترافيکي پېښې له امله يوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یو تن له یوې مېرمنې او ماشوم سره په موټرسایکل روان وو او موټرسایکل چلوونکي د ډېر سرعت له امله یو ماشوم وهلی و.

دی وایي چې پر موټرسایکل سپاره درې واړه کسان ټپیان شوي او بل ماشوم ژوند له لاسه ورکړی.

سرچینه زیاتوي، ټپيان لومړی په سیمه کې یوه روغتیایي مرکز او له هغه ځایه د یاد ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.