Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې یوه رغنیزه پروژه بشپړه او په فراه کې د یوې بلې د جوړولو چارې پيل شوې

فیض‌اباد - فراه ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د نږدې لس میلیون افغانیو په لګښت په بدخشان کې د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او په فراه کې د یوې بلې د جوړولو چارې پيل شوې.

د بدخشان کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا امان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څلور اعشاریه اووه میلیون افغانیو په لګښت تېر کال د اشکاشم ولسوالۍ په اهنګردي کلي کې د اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې وې.

هغه وايي، دغه پروژه نن بشپړه شوه چې ۱۳۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

دغه راز، د سیمې یوه اوسېدونکي محمدالیاس پژواک ته وویل چې له دې مخکې دوی د سیند له اوبو څخه د څښاک لپاره ګټه پورته کوله.

نوموړي د یادې پروژې پر بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې اوس به دوی له ډېرو ناروغیو څخه هم وژغورل شي.

همدارنګه فراه کې د څښاک اوبو د یوې بلې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د فراه د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري پژواک ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خاکسفید ولسوالۍ په رنج کلي کې د پنځه اعشاریه دوه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.

سرچینه وايي چې دغه شبکه د ۲۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او ۳۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه شبکه د څلورو میاشتو په موده کې جوړېږي او لګښت یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو په وار وار د څښاک اوبو د کمښت له امله شکایتونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.