ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ۱۰۷ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړېږي

کابل ښار کې د ۱۰۷ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړېږي

author avatar
7 Aug 2024 - 09:40
کابل ښار کې د ۱۰۷ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړېږي
author avatar
7 Aug 2024 - 09:40

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د کابل ښار دوولسمې ناحيې اړوند د محبس له څلور لارې تر سليم‌کاروان سړک پورې د څه باندې ۱۰۷ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.

کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه سړک جوړولو چارې تېره ورځ پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې، یاد سړک ۲۰۰۹ متره اوږدوالی او له ۲۴ تر ۴۰ مترو پورې پلنوالی لري.

د سرچینې په حواله، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو او ګلدانونو جوړولو، د څراغونو او ترافيکي نښو لګولو او د بايسکل چلولو کرښو اچولو چارې شاملې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه سړک چارې به د نږدې يو کال په موده کې د څه باندې ۱۰۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.