Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم دروازه نن یو ځل بیا تړل شوې ده

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د تورخم دروازه نن یو ځل بیا د پاکستاني مسوولينو له لوري د لنډمهال لپاره تړل شوې ده.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر د زمري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د فرضي کرښې هغې خوا ته پاکستاني لوري يو ځای پر ځای شوی ماين پيدا کړی او په سیمه کې يې عمليات پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړه: «لاره د دواړو خواوو د تفاهم له لارې تړل شوې، هغوی په خپله ساحه کې چاڼيز عملیات پيل کړي، دقيق وخت يې معلوم نه دی خو د عملیاتو له بشپړېدو وروسته به بېرته خلاصه شي.»

بلخوا، د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري ساجد خوږیاڼی وايي، هغې لوري ته د پاکستاني ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي چې امریکايي ځواکونه يې هم ملتیا کوي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر هم په يوه لنډه اعلاميه کې له خلکو غوښتي چې تورخم ته له تګ ډډه وکړي او د رسمي ادارو تر راتلونکي خبر پورې دې انتظار وکړي.

بلخوا، ځينو پاکستاني رسنيو د کرښې هغې خوا ته د پاکستاني ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو او د تورخم دروازې د بندېدو راپورونه خپاره کړي دي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، هلته کور په کور تالاشي پيل شوې، له مېچنۍ تاڼې څخه تورخم خوا ته راتګ بند شوی، تورخم دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې او خلکو ته له کورونو څخه د بهر نه‎ وتلو امر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم دا دروازه په سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتو له امله تړل شوې وه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.