ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدل؛ ۲۸ پاکستاني زیارت‌کوونکي مړه شوي

ایران کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدل؛ ۲۸ پاکستاني زیارت‌کوونکي مړه شوي

author avatar
21 Aug 2024 - 11:01
ایران کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدل؛ ۲۸ پاکستاني زیارت‌کوونکي مړه شوي
author avatar
21 Aug 2024 - 11:01

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د ایران په یزد ولایت کې د پاکستاني زیارت‌کوونکو لېږدوونکی بس موټر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله یې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، یاد بس د سه‌شنبې په شپه (د زمري ۳۰مه) د «خوزستان» پولې ته پر لاره و چې له دې پېښې سره مخ شو.

د دغه بس د سپرليو شمېر چې ټول پاکستانیان وو او د اربعین مراسمو کې د ګډون په موخه عراق ته تلل، ۵۱ ښودل شوی دی.

د ۱۴ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښني وړ بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د بریک په سیسټم کې تخنیکي ستونزه، له لارې سره د موټرچلوونکي نابلدتیا او د موټر زوړوالی د پېښې لاملونه ښودل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.