کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د ا.ا له لوري افغانستان ته پر ده د بندیز لګېدو غبرګون کې ویلي، له افغانانو سره به خپل کار ته دوام ورکړي او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.
وړمه ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له الماني رسنۍ دويچيويله سره په خبرو کې ویلي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر راتګ ځکه بندیز لګول شوی چې «د افغانستان په اړه یې پروپاګند کول او داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي ځانګړي راپور ورکوونکي د یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې به د بشري حقونو «د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه د مستندو راپورونو جوړولو» ته دوام ورکړي.
هغه ویلي، د ده په اړه یاده پرېکړه د بشري حقونو په اړه له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل په اړه یوه اندېښمنوونکې نښه ده.
بنيټ له اسلامي امارت غوښتي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي او هغه ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي.
د ده په خبره، سره له دې چې بندیز پرې لګول شوی خو دی به په افغانستان کې دننه او بهر له افغانانو سره کار روان ساتي.
ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال په مې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو؛ هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته راغلی او د کابل ترڅنګ یې ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي.
بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپورونو چمتو کولو ترڅنګ د بشري حقونو شورا له نورو کارپوهانو سره یوځای ځیني راپورونه او اعلامیې هم ترتیب کړي او د افغانانو د وضعیت په اړه یې مسایلو ته ځای ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت اسلامي امارت د ده راپورونه ناسم بللي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن