ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقمل: هڅه کوو رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي

حقمل: هڅه کوو رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي

author avatar
25 Aug 2024 - 12:05
حقمل: هڅه کوو رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي
author avatar
25 Aug 2024 - 12:05

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، رسنۍ باید د اسلامي امارت پالیسي مراعات کړي او نشراتو کې د اشخاصو شخصي حریم ته درناوی وکړي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د یاد وزارت د خپرونو چارو معينيت له لوري د ياد معينيت د وارسي کوونکي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ د رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت وارسي کوونکي مولوي ضیاالحق حقمل د رسنیو استازي خپلو مسوولیتونو ته له متوجه کولو سربېره وویل، دغه وزارت له رسنیو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی او کوښښ کوي چې رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه زیاته کړه، رسنۍ باید د اسلامي امارت پالیسي مراعات کړي، نشراتو کې د اشخاصو شخصي حریم ته د درناوي تر څنګ ملت له پرمختګونو پر وخت خبر کړي.

د رسنیو استازو ټينګار وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دوی سره لا زیاته همکاري وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.