ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاریکار ښار کې ۹۰۰ امنیتي کامرې نصب شوې

چاریکار ښار کې ۹۰۰ امنیتي کامرې نصب شوې

author avatar
30 Aug 2024 - 14:18
چاریکار ښار کې ۹۰۰ امنیتي کامرې نصب شوې
author avatar
30 Aug 2024 - 14:18

چاریکار (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د پروان ولایت امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۹۰۰ امنیتي کامرې نصب او له مرکزي څارخونې سره وصل شوې.

د غه څرګندونې د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې د چاریکار ښار په مهمو سیمو، مرکزي څلور لارو، او لویو لارو کې ۹۰۰ کامرې نصب شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادې کامرې تېره ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې چې امنیتي چارواکو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و، له مرکزي څارخونې سره وصل شوې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.