فیروزکوه (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه ترافیکي پېښه د دغه ولایت د فیروزکوه ښار په مربوطاتو او بله په دولینې ولسوالۍ کې شوې دي.
هغه زیاته کړه: «پرون د دولینې ولسوالۍ د نورک زیرتنګي کلي اوسېدونکی ۲۱ کلن ځوان د موټرسایکل د چپه کېدو له امله سخت ټپي شوی و، خو روغتون له وړلو وروسته یې ساه ورکړه.»
نوموړي دغهراز وویل چې پرون مازدیګر د فیروزکوه ښار په پشته ګامورک سیمه کې د غور – کابل پر لویه لار دوو موټرسایکلونو ټکر کړی چې له امله یې یو کس مړ شوی او یو بل سخت ټپي دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې ټپي د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP