ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مغولستان ته د پوتین سفر؛ اوکراین د هغه د نیولو غوښتنه کړې

مغولستان ته د پوتین سفر؛ اوکراین د هغه د نیولو غوښتنه کړې

author avatar
3 Sep 2024 - 11:00
مغولستان ته د پوتین سفر؛ اوکراین د هغه د نیولو غوښتنه کړې
author avatar
3 Sep 2024 - 11:00

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مغولستان ته سفر کړی او هم‌مهاله اوکراین د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده.

اسکای نیوز راپور ورکړی چې پوتین پرون ناوخته (دوشنبه) مغولستان ته تللی او ټاکل شوې نن (سه‌شنبه) د دغه هېواد له مشر اوخنا خورلسوخ سره وګوري.

دا وروسته له هغه د جزا نړۍوالې محکمې (ICC) غړو هېوادونو یوه هېواد ته د پوتین لومړنی رسمي سفر دی چې شاوخوا ۱۸ میاشتې مخکې یې په اوکراین کې د «جنګي جنایتونو» په تور د نوموړي د نیول کېدو حکم صادر کړی و.

ورته مهال، اوکراین له مغولستانه غوښتي چې پوتین ونیسي او په هالنډ کې یې لاهه محکمې ته وسپاري؛ خو کرملین ویلي چې مغولستان ته د روسیې ولسمشر د سفر په اړه اندېښنه نه ‌لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.