ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حارث: د افغانستان د ۲۵ سلنه سیمو خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

حارث: د افغانستان د ۲۵ سلنه سیمو خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

author avatar
5 Sep 2024 - 16:48
حارث: د افغانستان د ۲۵ سلنه سیمو خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
author avatar
5 Sep 2024 - 16:48

 ګردېز (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د عامې روغتيا وزارت د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ریيس وايي چې لا هم د ټول هېواد ۲۵ سلنه سيمې سپینې دي او خلک یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ریيس ډاکټر ذبیح‌الله حارث د پکتیا په مرکز ګردېز کې د دغه ولایت د عامې روغتیا د نوي رییس له معرفي کولو وروسته خبریالانو ته وکړې.

هغه وویل چې لا هم د ټول هېواد ۲۵ سلنه سيمې سپینې دي او خلک یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د ده په وينا، سپينه سیمه هغه ساحه بلل کيږي چې روغتيايي مرکز يا کلينک ترې ۱۰ یا ۱۵ کیلومتره واټن ولري.

نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې سپينې ساحې پخوا ټاکل شوې وې، اوس بيا غواړو چې دا وارزوو د جي‌پي‌اېس سیستم له لارې مو پروګرام پيل کړی خو ۲۵ سلنه په شاوخوا کې ساحې شته چې اوس هم سپينې دي يعنې له خلکو يې روغتيايي کلينيکونه ۱۰ یا ۱۵ کيلومتره لرې دي.»

د نوموړي په وینا، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ۳۰۰ مرکزونه جوړ شوي خو هڅه روانه ده چې تر ۲۰۲۵ کال پورې دغه شمېر ۶۵۰ ته لوړ شي.

په یاده غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني بيا د عامې روغتيا رياست له مسوولینو غوښتنه وکړه چې پکتيا کې دې سپېنې ساحې په نښه کړي څو وزارت د موسسو په همکارۍ خلکو ته روغتيايي خدمتونه برابر کړي.

د پکتيا عامې روغتيا نوي ریيس ډاکټر معراج ګل عادل بيا وويل چې په رسمي ډول به د دغه ولایت روغتون د حوزوي روغتون کچې ته لوړ کړي.

دغه‌راز، ده وویل چې له تېر حکومت څخه د ځينو روغتيايي مرکزونو ودانيو د نیمګړو چارو بشپړول او همدا شان محرومو سيمو ته د روغتيايي خدمتونه رسول يې په کاري  لومړيتوبونو کې دي.

د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو په وينا، په نږدې راتلونکې کې به د مرکز ګردېز په ګډون د پکتيا د ټولو ولسواليو د روغتونونو او کلينيکونو د درملو د کمښت ستونزه حل کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.