ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل وروستی برید غندلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل وروستی برید غندلی

author avatar
6 Sep 2024 - 13:50
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل وروستی برید غندلی
author avatar
6 Sep 2024 - 13:50

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو امنیت شورا، کابل ښار کې وروستی برید غندلی او ترهګري یې په افغانستان او نړۍ  کې د سولې او امنیت پر وړاندې «تر ټولو جدي ګواښ» بللی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څلور ورځې مخکې د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کس په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې شپږو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

 د راپورنو له مخې، د دغه برید ډېری قربانیان کې د فرمانونو پلي کېدو ادارې (پخوانۍ لویې څارنوالۍ) کارکوونکي وو.

د امنیت شورا غړو پرون د یوې بیانیې په خپرولو سره ‎دغه برید په «کلکو ټکو» غندلی دی.

په بیانیه کې راغلي چې دې شورا ترهګري په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت پر وړاندې تر «ټولو جدي ګواښ» ګڼلې او د دغو ترهګریزو کړونو د عاملینو، تنظیموونکو، تمویلوونکو او ترسره کوونکو د محاکمې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

امنیت شورا د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ په دې برخه کې له ټولو اړوندو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امنيت شورا غړو ټينګار کړى چې هر ډول تروريستي اقدام، هغه که د هرې انګېزې له مخې وي او په هر وخت کې او هر چا له لوري چې ترسره شوی وي، جنایت دى او د توجيې وړ نه دى.

په دغه  بیانیه کې ټینګار شوی چې هېوادونه باید د نړۍوالې سولې او امنیت د تامین لپاره له ترهګرۍ او ګواښونو سره مبارزه وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په کابل کې وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی و.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.