منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې د ناچاوده توکو چاودنو اوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۱ کتنې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او قره‌باغ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو چاودنو په دوو پېښو کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندنۍ خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه پرون مازدیګر د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوغي په کلي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده سیمه کې ماشومانو پر ناچاوده توکو لوبې کولې چې چاودنه پرې شوې او له امله یې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي

امنیې قوماندنۍ لیکلي چې دویمه پېښه هم تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په میرحسن کلي کې شوې او له امله یې یوه ماشومه ټپې شوې ده.