کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې ښځې د بل سړي په همکارۍ خپل خاوند په تبر وهلی او وژلی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن پژواک ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند په کوبي سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو یاده ښځه نیولې او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.
جمشید وايي چې په دې پېښه کې د بل ښکېل سړي د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې د لامل او د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل چې اصلي انګېزه به یې د امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته روښانه شي.
د یادونې ده، په کندهار کې له دې مخکې هم ورته پېښې ثبت شوې دي.
وروستۍ پېښه د روان ۲۰۲۶ کال په جولای کې د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د نازک له کوټۍ سره شوې وه چې یوې ښځې خپل خاوند په چاړه وهلی او وژلی و.