ژبه

مجاهد: د محمودشاه حبیبي په نوم افغانستان کې هيڅ زنداني نشته

آرشیف

احمد صهیب حسرت

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۰

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌بي‌ای) د هغو معلوماتو په بدل کې چې د افغان‌الاصله امریکايي وګړي محمودشاه حبیبي موندلو ته لار هواره کړي، تر پنځه میلیونه ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده؛ خو اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې په دغه نوم هيڅ زنداني نشته.

اېف‌بي‌ای تېره شپه ویلي چې د هغو معلوماتو لپاره یې تر پنځه میلیونه ډالرو پورې جایزه ټاکلې چې د محمودشاه حبیبي موندلو او بېرته راوستلو لامل شي.

د راپورونو له مخې، حبیبي افغان‌الاصله امریکايي وګړی او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی ريیس دی چې د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې په کابل کې خپل کور ته نږدې له خپل موټرچلوونکي او د «اسیا مشورتي ګروپ» له ۲۹ کارکوونکو سره یوځای نیول شوی و.

سرچینې لیکلي چې له حبیبي او یوه بل کس پرته، نور نیول شوي کسان وروسته خوشي شول؛ خو د حبیبي له نیول کېدو راهیسې تر اوسه ورسره هيڅ اړیکه نه ده ټینګه شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د محمودشاه حبیبي په تړاو د امریکا د اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو له امریکايي چارواکو سره په مخامخ لیدنو کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د حبیبي په نوم هيڅ زنداني نشته.

مجاهد ټینګار کړی چې که محمودشاه حبیبي په افغانستان کې زنداني وای، نو دا موضوع به تر دې وړاندې حل شوې وای.