ژبه

هرات کې یوه متشبثه؛ د رسټورانټ په جوړولو مې ښځو ته د افکارو تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال برابر کړی

هرات (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۳): هرات کې یوه ښځه چې د یونیم میلیون افغانیو په پانګونه یې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی وايي، دلته د خوړو خدماتو ترڅنګ ښځو ته د افکارو د تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال هم برابر شوی دی.

په هېواد کې له سیاسي بدلون راهیسې در درېیو کلونو په تېرېدو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره، که څه‌ هم چې ښځو ته د کار زمینه محدوده شوې، خو د شته شمېرو پر بنسټ، په هرات ولایت کې د هغو ښځو شمېر ډېر شوی چې کوچنیو کاروبارونو ته یې مخه کړې ده.

له دغو ښخو یوه مرجان عزیزي ده چې په هرات ښار کې یې د «کافه لته» په نوم یو رسټورانټ جوړ کړی، هغې له پژواک اژانس سره خبرو کې وویل چې دغه ځای یې د انګېزې ورکولو او ښځو ته د کار زمینې برابرولو په موخه جوړ کړی دی.

هغې زیاته کړه: «په اول قدم کې مې د کاروبار شروع کولو لپاره د ښار په یوه برخه کې یو کوچنی ځای جوړ کړ، وروسته مې چې کار وده وکړه او د خپلو ښځینه مشتریانو له ګرم هرکلي سره مخ شوم، نو د خپل کاروبار پراخولو تصمیم مې ونیو.»

عزیزي وايي، څو میاشتې مخکې یې هرات ښار کې دغه راسټورانت جوړ کړی او هره ورځ زیات شمېر ښځې دغه ځای ته ورځي او دوی ورته د خوړو، څښاک، قهوې او کتاب مطالعې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه زیاتوي چې لومړی پانګه لږ وه، خو بیا یې هم کار پیل کړ او د وخت په تېرېدو یې په دغه رسټورانټ کې نږدې یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه وکړه او د دې ترڅنګ یې ۷ نورو ښځو ته د کار او فعالیت زمینه هم برابره کړې ده.

هغې څرګنده کړه چې دا او ټیم یې د ښځو په اړه د حکومت د شته قوانینو په رعایتولو توانېدلي څو دغه رسټورانټ پرانیزي او خپل سوداګریز فعالیت وکړي.

دغه سوداګره ښځه له حکومته د شته امنیت د دوام غوښتنه کوي؛ ځکه د هغې په خبره، شته امنیت د دې لامل کېږي څو د داخلي مشتریانو ترڅنګ بهرني مشتریان هم رسټورانټ ته ورشي.

هرات کې د ښځو لپاره د ځانګړي رسټوانټ جوړېدل د دغه ولایت د اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د ښځو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

د دغه رسټورانټ یوه مشتري سارا سادات وايي چې دغه رسټورانټ د ښځو او نجونو لپاره یو عالي ځای دی. په دغه ځای کې خوراکي توکي، مشروبات او دغه‌ راز د مطالعې لپاره اېښودل شوي کتابونه د ستایلو دي.

سادات زیاته کړه: «دغه د ښځو لپاره ډېر راحت او عالي ځای دی؛ ځکه چې نارینه مشتري نه لري، په دغه ځای کې ټولې ښځې د ارام احساس کوي او د مطالعې، خوراک او څښاک پر مهال هم کوم مزاحمت نشته.»

بلخوا، د دغه رسټورانټ بله مشتري حسیبا بارکزۍ وايي، دا چې په هرات ولایت د ښځو لپاره د دغه ډول خدماتو وړاندې کولو مرکزونو له جوړېدو خوښه ده او دغه ځای د دې لامل شوی څو په اونۍ کې له خپلو ملګرو سره ډېر کتابونه مطالعه کړي او د دغه رسټورانټ د خوړو او مشروباتو بیې هم مناسبې دي.

دغه راز، د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولین د هرات ښار په کچه د دغه ډول رسټورانټونو له جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې ښځې کولای شي دغه ارام ځای ته ورشي او له چمتو شوو خوړو د استفادې ترڅنګ مطالعه هم وکړي.

د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو د پانګونې او سوداګرۍ خونې رییسې بهناز سلجوقي له پژواک سره خبرو کې وویل: «له دې مخکې مو د داسې رسټورانټ برخه کې پانګونه نه درلوده چې مدیریت یې ښځې پر غاړه ولري، له نېکه مرغه د «کافه لته» له رسټوانټ وروسته به په نږدې راتلونکي کې د ښځو له لوري یو بل راسټورانټ هم پرانیستل شي.»

هغې زیاته کړه، یوه له اسانتیاوو دا ده چې په دغسې ځایونو کې خدمات هم د ښځینه‌وو له خوا وړاندې کېږي.