Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف کې د یوې څلورلارې او جومات جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار حیرتان درې‌ لارې کې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې، سړک او یوه جومات جوړولو چارې پیل شوې.

د دې څلورلارې جوړولو چارو د پیل مراسمو کې د بلخ ولایت مقام مرستیال، د مزارشریف ښاروال او د بلخ ولایت یو شمېر ځایي مسوولینو ګډون درلود.

په دې مراسمو کې د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وویل چې دغه څلورلارې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د حیرتان درې لارې کې د پنځه میاشتو په موده کې جوړېږي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه څلورلارې شاوخوا ۳۳۳ متر سړک قیراچونه کېږي او پر څلورلارې به د بلخ ولایت مقام له خوا یو جومات جوړ شي او د جومات لګښت به ولایت مقام ورکړي.

په همدې حال د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس د ابادۍ او پراختیا برخه کې د ښاروالۍ هڅې ستایي او له قراردادي شرکته یې وغوښتل څو د دغه څلور لارې چارې پر ټاکلي وخت او معیاري توګه ترسره کړي.

بلخوا، د یادې سیمې ځایي اوسېدونکي د دغه څلورلارې جوړول د ګڼه‌ګوڼې او ترافیکي پېښو کمېدو برخه کې مهم بولي.

د حیرتان درې لارې یوه اوسېدونکي جمعه‌الدین پژواک ته وویل چې د حیرتان – مزار او مزار – کابل لویه لار د باروړونکو او ترانسپورټي موټر د تګ راتګ مهمه لار ده.

هغه زیاتوي چې په دغه سیمه کې د څلورلارې جوړول د ګڼه‌ګوڼې او ترافیکو پېښو د مخنیوي برخه کې ګټوره تمامېږي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د مزارشریف ښار اوومه ناحیه کې پر یوه څلورلارې جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.