Language

هالنډ له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.

اوچا نن پر خپله اېکس‌پاڼه د هالنډ له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مرسته ۱۶،۱ میلیون امریکایي ډالره کېږي.

د ملګرو ملتونو اړوند دفتر زیاتوي چې یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې ولګول شي.

اوچا زیاته کړې، هالنډ له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څه باندې ۸۹ میلیون یورو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) د تېرې وږي میاشتې په ۲۲مه ویلي وو چې بریتانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شپږ میلیون پونډه مرسته اعلان کړې ده.