ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان کې د افغانستان نوي سفیر کار پیل کړ

ازبکستان کې د افغانستان نوي سفیر کار پیل کړ

author avatar
24 Sep 2024 - 10:30
ازبکستان کې د افغانستان نوي سفیر کار پیل کړ
author avatar
24 Sep 2024 - 10:30

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): ازبکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی سفیر معرفی او په کار یې پیل وکړ.

تېره اونۍ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې شیخ عبدالغفار بحر یې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ګومارلی او تاشکند ته د هغه له تلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.

په ازبکستان کې د افغانستان سفارت تېره ورځ ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، بحر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او د اسلامي امارت د سفیر په توګه یې په دغه هېواد کې پر کار پیل وکړ.

سرچينې لیکلي چې په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال حمدالله زاهد، افغان سوداګرو، یو شمېر ډيپلوماټانو او د سفارت کارکوونکو ګډون درلود.

اسلامي امارت تر اوسه د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی خو ویلي یې دي چې شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.