Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې وزارت: د غزني د درېیو ولسوالیو خلکو د پوهنې برخه کې ۲۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي، د غزني ولایت د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو اوسېدونکو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د پوهنې له برخې سره ۲۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د غزني ولایت پوهنې ریاست پلاوی جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو ته د ښوونځيو شوراګانو د جوړولو په موخه تللی و.

سرچینې د یاد پلاوي له قوله لیکلي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د یاد ولایت د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو اوسېدونکو د همدغو ولسواليو د ښوونځيو په بيارغونه، د درسي ټولګيو په جوړولو، د پاکو اوبو د څاګانو کيندلو او نورو اړوند برخو کې په ټوليزه توګه ۲۰ میليونه افغانۍ مرسته کړې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، د ښوونځیو شوراګانې ډېرې اغېزناکې دي؛ د ښوونځیو او کورنیو ترمنځ د پله حیثیت لري.

د پوهنې وزارت وایي، دغو ولسوالیو ته د پوهنې ریاست د پلاوي د سفر اساسي موخه په یو شمېر هغو تعلیمي ادارو کې د ښوونځیو شوراګانو جوړول وو چې تر اوسه پکې شوراګانې نه وې جوړې شوې.

دا په داسې حال کې ده، د پوهنې وزارت پرون په یو بل خبر کې ویلي چې د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ اړوند د چرخي کلي یوه اوسېدونکي د سادات لېسې د ودانۍ لپاره ځمکه وقف کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.