Language

لوګر کې ترافیکي د پېښو له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي

پل‌علم (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): په لوګر ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي مسوول ګل‌محمد همت پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د مرکز پل‌علم اړوند د کابل – ګردیز پر لویه د التمور په سیمه کې یو ټوډي موټر چپه شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه، د ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز، هغه وايي چې تېره ورځ غرمه مهال د محمداغې ولسوالۍ په پل کندهاري سیمه کې یو فلانکوچ موټر او یوه موټرسایکل ټکر کړی دی.

هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

د یادو پېښو لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی خو ډېری مهال دغه شان پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

Related Topics