کابل (پژواک، ٩ تله ١٤٠٣): د افغانستان ستره محکمه وایي چې په فاریاب ولایت کې پر یوې ښځې د نامشروع اړیکو او له کوره د تښتې په جرم په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د فاریاب مرافعه محکمې د جزا دیوان پرېکړې له مخې، په عام محضر کې پر یوې ښځې د نامشروع اړیکو او له کوره د تښتې په جرم د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
خبرپاڼه کې راغلي، په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د مرافعه محکمې عمومي رییس مولوي عليګل حمیدي، قاضیانو، مفتیانو، ملکي او نظامي مسوولینو او عامو خلکو ګډون کړی و.
د سرچینې په خبره، غونډې ته د جزا دیوان فیصله او حکم واورول شو او وروسته پر یادې مجرمې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو، د جزا دیوان مجرم پر شپږو میاشتو تنفیذي حبس او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و چې دا حکم د سترې محکمې عالي مقام له تایید وروسته تطبیق شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP