Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې دوه کانالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

ګردېز (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د پکتيا په روحاني بابا او سيدکرم ولسواليو کې د نهه ميليون افغانيو په لګښت دوه کانالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د مسوولينو په وينا، ياد کانالونه د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته جوړ شوي دي.

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمدکريم فاتح وويل چې په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ګاويانې کانال د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي او د سيدکرم ولسوالۍ کوز سيجنک کانال د ۱۲۰۰ متره په اوږدوالي جوړ شول.

هغه همداشان وويل چې د ګاويانې کانال ۱۲۵۰ هکتاره ځمکه او د کوز سيجنک کانال بيا ۳۳۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.

هغه زياتوي چې د يادو دوو کانالونو له جوړېدو سره به د اوبو ضايع کېدو مخنيوی وشي او شاوخوا ۱۵۸۰ کورنی به ترې استفاده کوي.

ورته وخت کې خلک هم د یاددو کانالونو جوړېدو ته خوښ دي.

د روحاني بابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره د اوبو ضايع کېدو مخنيوی وشو او اوس به ډېرې ځمکې خړوبې شي.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت او مؤسسې دې په دې سيمه کې د اوبو مديريت‌ لپاره د چک‌ډيمونو او سربندونو‌ جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

د سيمې يو بل اوسېدونکي محمدولي هم پژواک ته وويل چې پخوا به ډېرې اوبه ضايع کېدې او کرنيزو ځمکو ته به نه رسېدې خو د کانال په جوړېدو دغه ستونزه حل شوه.

د مسوولينو په وينا، د ياد دوو کانالونو جوړولو چارې په  ۱۴۰۲ کال کې پيل شوې وې او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.