Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پزشکیان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یو بل پر ‌منلو ټینګار وکړ

پزشکیان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یو بل پر ‌منلو ټینګار وکړ

author avatar
3 Oct 2024 - 18:04
پزشکیان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یو بل پر ‌منلو ټینګار وکړ
author avatar
3 Oct 2024 - 18:04

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۳): د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په لیدنه کې ویلي چې ایران د نظر اختلافاتو لرې کولو غوښتونکی دی او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یو بل پر منلو باور لري.

پزشکیان چې د اسیایي هېوادونو د همکارۍ غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته سفر کړی، د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې یې ویلي چې دوی له عربستان سره په بېلابېلو برخو کې د تعاملاتو پراختیا ته لېوالتیا لري.

ایسنا خبري اژانس د هغه له قوله راپور ورکړی: «موږ اسلامي هېوادونه خپل ورونه ګڼو، د نظر اختلاف پر لرې کېدو او د یو بل پر منلو ټینګار کوو.»

د ایران او سعودي ډيپلوماتيکې اړیکې په ۱۳۹۴ کال کې په تهران کې د دغه هېواد پر سفارت او په مشهد کې د دغه هېواد پر قونسل‌ګرۍ له بریدونو وروسته له منځه لاړې.

ایران او سعودي له اوو کلونو اړیکو نه لرلو وروسته، د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۹مه په چین کې بیا د ډیپلوماتيکو اړیکو پر پیل توافق وکړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.