ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

author avatar
8 Oct 2024 - 15:09
ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
author avatar
8 Oct 2024 - 15:09

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): ننګرهار کې د شپږو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.

"د اتلانو جام" په دغو سياليو کې د ننګرهار، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او میدان‌وردګو ولايتونو لوبډلې له يو بل سره لوبې کوي.

د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزیروال وايي، دا سيالۍ پرون مازدیګر د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار اړوند فوټبال لوبغالي کې پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.

د نوموړي په وينا، د دغه رياست په همغږۍ د فوټبال فدراسيون له لوري د ننګرهار، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او میدان‌وردګو ولايتونو لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ ۱۲ ولايتي لوبډلو ته د لارموندنې په موخه پيل شوې.

دی وايي: «دا سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي چې ګټونکې لوبډله به یې د هېواد دوولس غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړي. زموږ هيله دا ده چې دا سيالۍ په ښه توګه ترسره شي، ان‌شاءالله ټول ترتیبات نيول شوي دي.

د سياليو د پيل لومړۍ لوبه د ننګرهار او نورستان لوبډلو ترمنځ وه چې د باران له امله ترسره نشوه او مساوي پای ته ورسېده.

د دغو سيالیو ګډونوال لوبغاړي وايي، دا د دوی د پرمختګ او د هېواد فوټبال ملي لوبډلې ته د ځوانو لوبغاړو د ورتګ لپاره ډېرې ګټورې سيالۍ دي.

د نورستان لوبډلې يوه لوبغاړي رحمت الله وويل، د دغو سياليو لپاره يې بشپړ چمتووالی نيولی او ټوله لوبډله هڅه کوي چې خپلې ټولې لوبې وګټي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.