ترینکوټ (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د اروزګان ځايي مسوولین وايي، تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې څهکم ۱۱ زره کیلوګرامه ومان کشف او له منځه وړي دي.
د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني رسنیو ته په یوه استول شوي پيغام کې ویلي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو دوو ورځو کې د مرکز ترینکوټ ښار په چنارک او دهیک سیمو کې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف کړې او لس زره کیلوګرامه ومان یې پهکې له منځه وړي دي.
هغه ویلي، په دهراوود ولسوالۍ کې هم د نشهیي توکو د پروسس دوه کارخونې کشف او ورڅخه ترلاسه شوي اته سوه کیلوګرامه ومان سوځول شوي دي.
د هغه په خبره، دغه ولایت کې یې پر لسګونه جریب ځمکه کرل شوي بنګ هم اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP