ترینکوټ (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ودانیو د کمښت له امله ۶۰ روغتیایي مرکزونه په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.
د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مرستیال ملا فتیحخان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونو ته د دولتي ودانیو د کمښت له امله شخصي کورونه په کرایه نیول شوي دي.
هغه وویل: «زموږ ۶۰ کلینیکونه اوس هم په کرایي کورونو کې فعال دي چې په هغو کې د اړتیا وړ خدمات نه شي وړاندې کېدلی، کوم وخت چې کومې مرستندویه ادارې ته له یادو مرکزونو سره د مرستې غوښتنه کوو نو هغوی د همدې امله په یادو روغتیایي مرکزونو کې د اوبو او برېښنا سیسټمونو ترڅنګ د نورو خدماتو پلي کولو ته زړه نه ښه کوي.»
نوموړي وویل، که څه هم د اسلاميامارت له راتګه تر دې مهاله د یو شمېر مرستندویه ادارو له خوا ۱۷ روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
د یادولو ده، اوس مهال په اروزګان ولایت کې ۱۱۶ روغتیایي مرکزونو فعالیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP