کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د ازادو سیالیو افغان ورزشکار فرید بشارت په «UFC» نړۍوال سازمان کې خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي تېره شپه د «UFC» په نړۍوال سازمان کې ترسره شوه چې په کې د ازادو سیالیو افغان ورزشکار فرید بشارت خپل برازیلي سیال ویکټور هوګو ته ماتې ورکړه.
همدارنګه د فرید بشارت ورور جاوید بشارت پر خپله فېسبوک پاڼه یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: «د فرید بشارت بریا مو مبارک شه.»
یاده سیالي د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، فرید بشارت چې اوس په انګلستان کې اوسېږي، تر دې مهاله یې ۱۳ سیالۍ کړې دي او ټولې یې ګټلې دي.
د یادونې ده چې د فرید بشارت برازیلي سیال بیا له دې مخکې ۲۵ سیالۍ ګټلي او څلور یې بایللې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP