Language

اوچا: اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون ډالر اضافي مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون امریکايي ډالره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، اسټراليا د ۲۰۲۴ کال لپاره له افغانستان سره ۱،۳ میلیون ډالر اضافي مرسته وکړه.

سرچينې لیکلي: «ستاسو بشردوستانه ملاتړ، زموږ له هغو شریکانو سره مرسته کوي چې له زیانمنونکو سره د ژوند ژغورنې برخه کې فعالیت کوې.»

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو چې په افغانستان کې په راروان ژمي کې د اړینو بېړنیو مرستو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون امريکايي ډالرو ته اړتیا لري.