ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ پولیسو په دوو اونیو کې له خلکو غلا شوي ۱۷ موبایلونه بېرته پیدا کړي

د بلخ پولیسو په دوو اونیو کې له خلکو غلا شوي ۱۷ موبایلونه بېرته پیدا کړي

author avatar
5 Nov 2024 - 16:30
د بلخ پولیسو په دوو اونیو کې له خلکو غلا شوي ۱۷ موبایلونه بېرته پیدا کړي
author avatar
5 Nov 2024 - 16:30

مزارشریف (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو دوو اونیو کې یې ۱۷ غلا شوي موبایلونه بېرته پیدا کړي او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.

په همدې حال کې د مزارشریف اوسېدونکي د امنیې قوماندانۍ هڅې ستایي خو وایي چې لا هم په دغه ښار کې د موبایلو غلا شته او حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د دې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې ۱۷ سیټه غلا شوي موبایلونه پیدا او شپږ عدده یې نن بېرته خپلو څښتنانو ته وسپارل شول.»

خبرپاڼه زیاتوي، یاد موبایلونه چې د څو میاشتو په جریان کې غلا شوي او دويم او درېیم لاس بېرته خرڅ شوي وو، په تړاو یې څلور کسه شکمن او یو مجرم نیول شوي چې دوسیې به یې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

بل لور ته، د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی عبدالله وایي: «امنیې قوماندانۍ ښه کار کړی چې غلا شوي موبایلونه یې پیدا کړي، خو لا هم په ښار کې د خلکو مبایلونه غلا کېږي او حکومت یې باید مخنیوی وکړي.»

دغه راز، د مزارشریف ښار بل اوسېدونکی جمال‌الدین حبیبي هم وایي، په ښار کې لا هم د خلکو موبایلونه غلا کېږي چې د اندېښنې وړ ده.

نوموړي له امنیتي مسوولینو وغوښتل چې په ښار کې دې چک‌پاینټونه او ګزمې ډېرې کړي او د دغه ډول جرایمو مخنیوی دې وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.