میدانښار، پلخمري (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د میدانوردګو په نرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا د بغلان په مرکز پلخمري کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
پوهنې وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د میدانوردګو د نرخ ولسوالۍ د «دادل سهاک» لومړني ښوونځي ودانۍ د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرچینې لیکلي چې دغه ودانۍ د پوهنې برخه کې د یوه همکار بنسټ په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې مجهز درسي ټولګي، عصري تشنابونه، د پاکو اوبو سیسټم او نور ملحقات لري.
بلخوا، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار درېیمه ناحیه کې د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم د سړک د چارو د پیل مراسمو کې وویل چې د دغه سړک جوړولو لګښت خپله د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «دغه سړک چې د شپږ مترو په پلنوالي په اساسي ډول سمنټکاري کېږي، لګښت یې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.»
بلخوا، د پلخمري ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي حفیظ الله پژواک ته وویل، خلک له کلونو راهیسې پر دغه سړک د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دی او په جوړېدو به یې دغه ستونزې هوارې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP