Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: پاکستان دې په کور دننه خپلو ستونزو ته حل پیدا کړي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او پاکستان دې په کور دننه خپلو کورنیو ستونزو ته حل لار ولټوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تېره ورځ ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځ ته د افغانستان له خاورې ګواښ پېښ دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي: «دا ادعاوې موږ په کلکه ردوو، دغسې موضوعات موږ پورې اړه نه لري، اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي، افغانستان نور د هېچا پر وړاندې ګواښ نه دی.»

هغه ویلي، پاکستان دې خپل مسوولیت د افغانستان پر غاړه نه اچوي او خپلو کورنیو مشکلات ته دې په کور دننه حل پیدا کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.