پلخمري (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): بغلان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي وايي، د حکومت او موسسو د نه پاملرنې له امله یې د غالۍ اوبدلو لرغوني لاسي صنعت ته لېوالتیا کمه شوه ده.
د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالي د خواجه الوان سیمې اوسېدونکي احمد حسین کربلایي پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال دغه ولایت کې له غالۍ اوبدونکو سره هیڅ مرسته نهکېږي چې له امله یې غالۍ اوبدلو ته د دوی لېوالتیا هم کمه شوې ده.
هغه وویل: «حکومت او د قالینو سوداګر د قالین بافانو ستونزې په پام کې نه نیسي، اوس باید موسسې لاس پهکار شي او د قالینو لرغوني صنعت د ودې پخاطر دې د قالین بافانو لاسنیوی وکړي، د قالینو د اوبدلو بیه باید راته لوړه کړي چې موږ په شوق کار وکړو.»
نوموړي دغه راز وویل، د افغاني قالینو اوبدل یو پېچلی او سخت کار دی خو د قراردادي شرکتونو له لوري ورته د یو متر بیه ۱۸۰۰ افغانۍ ټاکل شوې، په داسې حال کې چې درې کسان یوه پنځه متره قالینه په یوه میاشت کې چمتو کولی شي.
کربلایي وویل، دوی په یوازې ځان او خپلسرې توګه نهشي کولی، غالۍ جوړې او بازار ته وړاندې کړي، نو اړ دي چې له شرکتونو سره په قراردادي توګه کار وکړي چې یاده اندازه پیسې ورته بسنه نه کوي او زیاتوي چې که مرسته ورسره ونهشي، د غالۍاوبدنې پر ځای به بل کاروبار ته مخه وکړي.
دغه راز، په پلخمري ښار کې د غالۍاوبدنې د یوې کارخونې مسووله بيبيشیرین وایي، د غالیو د سوداګریزو شرکتونو له لوري یې د قالینو جوړولو غوښتنه ډېره ده خو سږ کال یې اوبدونکي کم دي .
هغې وویل: «تېر کال له ماسره دلته ۴۰ مېرمنو کار کاوه، سږ کال چې موسسې بغلان کې د قالینو برخه کې پروژې نهلري، د شرکتونو له خوا د قالینو فرمایشونه ډېر لرم خو اوبدونکي کم دي، نشم کولی په وخت یې پوره کړم.»
ورته مهال، د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکې شیما عزیزي وایي: «زه اته کاله په پېښور کې د غالۍاوبدلو د یوې کارخونې مسووله وم، درې کاله کېږي چې هېواد ته راغلې یم، خو تراوسه راسره همکاري نه ده شوې؛ ځکه نه یم توانېدلې کار وکړم.»
عزیزي وویل، که د غالۍاوبدلو برخه کې ورسره د اړینو توکو مرسته وشي، کولای شي د یوې کارخونې په جوړولو خپلې کورنۍ او لسګونو نورو مېرمنو ته په دغه لاسي صنعت کې د کار کولو زمینه برابره کړي .
په همدې حال کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر مولوي عزتمیر حقاني وايي، حکومت مکلف دی چې د افغاني صنعت او د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
حقاني وویل: «د غالۍاوبدونکو اندېښنې پر ځای دي، تراوسه یې لاسنیوی نهدی شوی، ما څو وارې د غالۍاوبدونکو ستونزې له موسسو سره شریکې کړې خو تراوسه چا مرسته نهده کړې، د حکومت له خوا یو سراسري بدلون دا راغلی چې پخوا به افغانۍ قالینې د پروسس لپاره پېښور ته وړل کېدې، اوس یې پروسس کابل کې کېږي چې دغه کار له افغاني تولیداتو د حکومت د ملاتړ ژمنتیا په ګوته کوي.»
خو دا چې مرستندویه موسسې ولې دغه ولایت کې د غالۍاوبدنۍ صنعت له ملاتړ په شا شوې دي، هغه یې په اړه څه ونه ویل.
Views: 10
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP