پلخمري (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په لګښت یو پل او پنځه کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د ترکانو کلي د انکشافي شورا منشي رحمتالله شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ اړوند د شاوخوا ۱۵ کلیو دوه زره کورنیو د درېنیم میلیونه افغانیو په شخصي لګښت پنځه کیلومتره سړک او یو پل جوړ کړي دي.
هغه وویل: «مونږ ځینو قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو د خپلو خلکو د هوساینې او د ولسوالۍ بازار ته د تګ راتګ پخاطر درېنیم میلیونه افغانۍ راټولې کړې او پنځه کیلومتره سړک او د ۲۶ مترو په اوږدوالي یو پل مو جوړ کړ چې وړمه ورځ پرې تګ راتګ هم پیل شو.»
دغه راز، د ترکانو کلي اوسېدونکي معلم نجمان وویل، د یاد سړک او پل په جوړېډو سره یې په لومړي ځل په خپل کلي کې موټر ولیده.
هغه وویل: «د ترکانو او شاوخوا نور کلي له ولسوالۍ بازار څخه ډېر لرې نهدي خو له ډېرو کلونو راهیسې پر سیند پل نه و جوړ چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ وو، اوس مو کلی د ولسوالي له بازار سره وصل شو او په اول ځل مو کلي ته موټر راغی.»
هغه له مسوولینو او مرستندویه موسسو غوښتنه لري چې د تازه جوړ شوي سړک د دواړو غاړو ویالې دې په پاخه او اساسې ډول جوړې کړي.
خو د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مطبوعاتو مسوول نورجان کاکړ پژواک ته وویل، د خلکو په شخصي لګښت د دغه جوړ شوي سرک او پل په اړه معلومات نهلري.
د هغه په خبره، د ځايي خلکو له اقدام خوښ دي، خو د جوړېدو پر مهال یې له دوی سره مشوره نه ده شوې.
نوموړي وویل، دغه ریاست خپله بودجه نه لري خو که د سیمې خلک نورو پراختیایي چارو ته اړتیا لري، خپل وړاندیزونه دې دوی ته وړاندې کړي چې له هغه وروسته به له موسسو سره شریک شي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځايي خلکو، بهر مېشتو افغانانو، شتمنو او سوداګرو له لوري یو شمېر رغنیزې چارې پیل شوې چې خلک ورته خوښ دي او د دوام غوښتنه یې کوي.