غزنيښار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت د مرکز او درېیو ولسوالیو د ۴۰ اسلرونکو ترمنځ د نیزېوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په توت سیمه کې د مرکز، اندړو، ګیرو او ده یک ولسوالیو د لسو لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
ده وویل چې د یادو سیالیو په پایله کې د شهید احمدخان لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د فتحمحمد شلګروال لوبډلې دویم او د محمدانور اندړ لوبډلې درېیم ځایونه خپل کړل.
نوموړي وویل چې دغه سیالۍ دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه جوړې کړې وې..
بل لور ته، ورزشکاران هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
یوه لوبغاړي عبدالباقي پژواک ته وویل چې دغه لوبه دوی ته له پلرونو په میراث پاتې ده او د پراختیا غوښتنه یې کوي.
هغه غوښتنه وکړه چې په ملي او نړۍواله کچه دې دوی ته د سیالیو زمینه برابره شي.
د یادونې ده، نېزه وهنه د افغانستان له دودیزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP