Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي: د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو برخه کې له ستونزو سره مخ یو

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي: د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو برخه کې له ستونزو سره مخ یو

author avatar
11 Dec 2024 - 16:00
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي: د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو برخه کې له ستونزو سره مخ یو
author avatar
11 Dec 2024 - 16:00

فیض‌اباد (پژواک،۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د بدخشان د لرو پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو لپاره اوږدې لارې وهي او ډېر لګښت پرې راځي چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو مسوولین د هغوی دغو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

بدخشان چې ۲۷ اداري واحدونه لري او نفوس یې یو میلیون او ۲۰۰ زره اټکل شوی، اوس مهال په دغه ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش یوازې دوه مرکزونه دي او د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د پېژندپاڼو ترلاسه کولو برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، هغوی له حکومته په خپلو ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي.

د بدخشان د شکي درواز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي امان‌الدین د برېښنايي تذکرې ترلاسه کولو په موخه سختو لارو او ډېر لګښت ته په اشاره وویل: «د پېژندپاڼې اخیستو لپاره مجبور شوم چې فیض‌اباد ښار ته لاړ شم، اته زره افغانۍ مې ولګولې څو شپې او ورځې مې په هوټل کې تېرې کړې، څو وکولای شم تذکره واخلم.»

هغه له حکومته غواړي چې د په یاده ولسوالي کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکز جوړ کړي څو مجبور نه شي چې د پېژندپانې اخیستو لپاره ډېرې پیسې مصرف کړي او لسګونه کیلومتره لار ووهي.

د شغنان ولسوالۍ یو ۵۰ کلن اوسېدونکی محمداصغر وایي چې په موټر کې یې ۱۲ ساعته سخته لاره وهلې څو د تذکرې اخیستو په موخه فیض‌اباد ښار ته راشي.

هغه وویل: «پنځه زره افغانۍ مې مصرف کړې څو یوه الکترونیکي تذکره واخلم.»

نوموړی هم له اسلامي امارته غواړي چې د دوی په ولسوالي د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه جوړ کړي څو خلک یې وکولای شي له ډېر لګښت پرته او په کم وخت کې پېژندپاڼې واخلي.

د بدخشان د احصایې او معلوماتو اداره د دې ستونزې د حل لپاره څه پروګرام لري؟

د بدخشان د احصایې او معلوماتو ادارې رییس قاري حبیب‌الرحمن عثماني د دغه ولایت د لرو پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو په موخه د سختو لارو وهلو او ډېرو لګښتونو ستونزه مني او وایي چې دوی هڅه کوي څو را روان کال کې د دغه ولایت د درواز پنځه‌ګونو، د راغ درې‌ګونو او کشم ولسوالیو کې د الکترونکي تذکرو د وېش درې ګرځنده مرکزونه جوړ کړي.

هغه دغه‌ راز وویل چې دمګړۍ د الکترونیکي تذکرو د وېش خدمات یوازې په فیض‌اباد ښار او بهارک ولسوالی کې روان دي او د ورځې له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پورې تذکرې وېشل کېږي.

د بدخشان د احصایې او معلوماتو ادارې د پېژندپاڼو د وېش عمومي مدیر مجبیب‌الرحمن خاشي وایي چې د تذکرو اخیستو برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې د لرې کولو په موخه، دوی تصمیم لري چې د نوي کال په پیلېدو سره د پېژندپاڼو د وېش درې ګرځنده سایټونه د دغه ولایت په لرو پرتو او سرحدي ولسوالیو کې جوړ کړي.

نوموړي وویل چې دوی توانېدلي په تېرو ۸ میاشتو کې ۲۹ زره کسان د تذکرو اخیستو په موخه بایومټریک کړي او له دې ډلې یې د دغه ولایت ۲۴ زره اوسېدونکو ته برېښنایي تذکرې ورکړي دي.

Views: 24

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.