Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د یوه روغتیایي مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

پارون (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د (BHC) دغه روغتیایي مرکز د نورګرام ولسوالۍ په کولتن سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته جوړیږي.

ده وویل چې پر یاد  روغتیایي مرکز به ۲۸ ملییون افغانۍ لګښت راشي.

د نورګرام ولسوالۍ د کولتن سیمې اوسېدونکی محمد اقبال وایي، تر دې مخکې دوی په دغه سیمه کې روغتیایي مرکز نه درلود، تر دوه ساعته پیاده تګ وروسته به یې خپل ناروغان د ولسوالۍ کلینیک ته رسول.

دی وایي، خوښ دی چې اوس ورته په خپل کلي کې یاد روغتیایي مرکز جوړیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.