کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوا له ډېرې ککړتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي خو مسوولین بیا وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمدعارف پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار هوا ډېره ککړه شوې ده.
دی د خلکو په منځ کې د عامه پوهاوي کموالی، د بېکیفیته تېلو استعمال، د برېښنا کمښت او د ډبرو له سکرو استفاده د هوا ککړېدو لاملونه بولي.
هغه زیاته کړه، ککړې هوا خلک له ستونزو سره مخ کړي او له امله یې پر بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته دي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې یادې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.
دغه راز، د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي سهراب وویل، په دې وروستیو کې د ښار هوا ډېره ککړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د سهار او ماښام پر مهال د ککړې هوا له امله خلکو ته ډېر شیان په سمه توګه نه ښکاري.
هغه له حکومته وغوښتل چې د لرګیو بیو ټیټولو برخه کې پاملرنه وکړي څو خلک له لرګیو ګټه واخلي او هوا ډېره ککړه نه شي.
همدارنګه د کابل ښار یو بل اوسېدونکی صمیم وايي، د ژمي په موسم کې د ښار چاپېریال د لوګیو له امله زیات ککړ وي.
دی زیاتوي، د لوګیو او ککړې هوا له امله خلک پر ناروغیو اخته کېږي چې باید مخه یې ونیول شي.
د کابل ښار یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه لرل او د یادې ستونزې د حل غوښتنه یې کوله.
بل لور ته، د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي پژواک ته وويل، د کابل ښاروالۍ په ښار کې د هوا ککړېدو مخنيوي په موخه د روان کال د لېندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې شپنۍ ګزمې پيل کړې دي.
دی وايي، د ښاروالۍ له اصولو او قوانینو سره سم په کابل ښار کې چې کومې لوړې ودانۍ او حمامونه دي، د هغو څارنه کوي څو د فعالیت پر مهال باید د لوګي تصفیه کولو فلټرونه ولري.
هغه زیاته کړه، سږ کال به هيچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د فلټرونو له فعالولو پرته د ډبرو سکرو له مرکزګرمیو کار واخلي.
ورته مهال، د چاپېریالساتنې ملي ادارې د څار او پلټنې رییس احمدفیصل بریالی وايي، هغه لوړپوړیزې ودانۍ، موټر، حمامونه او کارخونې چې لوګي تولیدوي، دوی یې په دوامداره توګه کنټرولوي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل، هڅه دې وکړي د امکان تر بریده له ګاز او برېښنا کار واخلي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ځمکې د ټول جمعیت ۹۸ سلنه وګړي ککړه هوا تنفس کوي چې په کال کې لږ تر لږه د ۶،۷ میلیون انسانانو د مړینې لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP