کندهار (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): کندهار کې د صنعت او کانونو خونې مسوولین وایي، دغه ولایت کې اوسمهال د چرګانو د دانې تولید اته کارخونې فعالیت لري چې که امکانات ورته برابر شي ګاونډیو هېوادونو ته یې هم صادرولی شي.
کندهار ولایت کې د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د چرګانو دانه چې مخکې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېده او ډېری وخت به یې چرګانو ته د ګټې پر ځای زیان رساوه، اوس یې واردات بند شوي دي.
هغه زیاته کړه، اوس نه یوازې کندهار کې فارملرونکي له یادې ستونزې خلاص شوي، بلکې دلته په ټيټه بیه ښه کیفیت لرونکې دانه تولیدیږي چې دغه ولایت کې د کارولو سربېره د هېواد ډېر شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
نوموړي وویل: «موږ اوس کندهار کې د چرګانو د غذايي توکو اته فابریکې لرو، دا فابریکې د هېواد ډېرو ولایتونو ته تولیدات ورکوي، موږ کولی شو چې ګاونډیو هېوادونو ته هم تولیدات ولېږدوو خو تر اوسه لا دا زمینه راته نه ده برابره شوې.»
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې دلته نورې پانګونې ته اړتیا نشته خو د خامو موادو برخه کې چې سویابین دي، باید کار وشي او دلته یې کرنه زیاته شي؛ ځکه سویابینو ته اړتیا زیاته ده او د تریاکو ښه بدیل کېدای شي.
د هغه په خبره، دغه ولایت کې د چرګانو د دانې تولید د اوس لپاره د قناعت وړ دی، خو زیاتوي چې د خامو موادو برخه کې له کمښت سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي، د چرګانو د دانې په تولید کې له سویابین څخه کار اخلي چې په هېواد کې یې کرنه کمه ده او دوی اړ دي چې له نورو هېوادونو څخه یې را وارد کړي.
ورته مهال، دغه ولایت کې د چرګانو دانې د تولیدي کارخونو مسوولین وايي، دوی هره ورځ په مناسب کیفیت کې سلګونه ټنه تولیدات بازار ته وړاندې کوي.
د چرګانو دانې د تولید د یوې کارخونې مسوول محمدعالم اسلمي وویل، په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا څلور سوه ټنه تولید لري او په کارخونه کې ورسره ۱۵۰ تنه پر کار بوخت دي.
د هغه په وینا، د خامو موادو برخه کې یوازې سویابین ته اړتیا لري چې په کور دننه یې پیدا کېدل سخت دي.
هغه وویل: «زموږ تولیدات تر نږدې شلو ولایتونو پورې وړل کېږي، په تېر وخت کې د ډيورنډ کرښې ها غاړې ته هم وړل کېدل، موږ د خامو موادو برخه کې د سویابین کمښت لرو چې له بهره راوړل کېږي نو که کروندګر دلته سویابین ډېر وکري، دا ستونزه به هم حل شي.»
خو د سویابینو د کرنې او کمښت په اړه د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، هڅې یې پیل کړې چې کروندګرو ته د سویابین کښت په اړه پوهاوی ورکړي.
د یاد ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې له سویابین څخه دلته په فابریکو کې کار اخیستل کېږي دا ډېر د خوښۍ ځای دی، موږ هم کوښښ کوو چې ګروندګر د سویابین کرلو ته وهڅوو خو دا مهال په کندهار کې په ډېره اندازه نه کرل کېږي.»
د یادونې ده، له دې مخکې کندهار ته له پاکستانه د چرګانو دانه راوړل کېده چې د مسوولینو په وینا، بېکیفیته به وه او ډېری وخت به یې چرګانو ته زیان رساوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP