کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشرتابه د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه فرمان ورکړی او د کورنیو چارو وزارت ته یې دنده سپارلې چې قاچاق کوونکي ونیسي او د سزا ورکولو لپاره یې نظامي محکمو ته ور وپېژني.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه په شپږو مادو کې یو فرمان صادر کړی.
هغه ویلي: «دغه فرمان د اسلامي لارښونو پر بنسټ انساني قاچاق یو غیرشرعي عمل ګڼلی دی، او د خلکو ژوند، عفت او کرامت خوندي کولو لپاره یې جدي اقداماتو د پلې کولو امر کړی، په فرمان کې د قران کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې ټینګار شوی چې انساني قاچاق د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي او په اسلام کې دغه چاره یو غیر شرعي عمل ګڼل کېږي.»
فطرت ویلي، په دغه فرمان کې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زدهکړو، د اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د انسان قاچاق د ناوړه پایلو او د شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي لپاره تدابیر ونیسي.
هغه زیاته کړې: «په دغه فرمان کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې قاچاقبران تثبیت کړي، ویې نیسي او د جزا لپاره یې نظامي محاکمو ته معرفي کړي، هغه مرکزونه باید وتړل شي چې د انساني قاچاق لپاره کارول کېږي او دغه راز د ملي دفاع وزارت مسوولیت لري په سرحدونو کې د انساني قاچاق مخه ونیسي او د استخباراتو ریاست دې هم د قاچاق د کشف برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره مرسته کوي.»
په دغه فرمان کې د لومړۍ ځل جرم په صورت کې د قاچاق کوونکو لپاره یو کال، د دویم ځل لپاره دوه کاله او د درېیم ځل لپاره درې کاله د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP