مزارشریف (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): بلخ کې د انجې د پلورونکو او صادروونکو اتحادیې مسوولین وایي چې سږ کال له دغه ولایته هند ته ۸۴۰ ټنه انجه صادره شوې چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
هغوی زیاتوي چې د تېر په پرتله وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې د انجې کرکیلې ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې چې ورسره سم یې حاصلاتو کې هم ډېروالی راغلی دی.
بلخ ولایت کې د انجې د پلورونکو او صادروونکو اتحادیې مسوول محمدالله قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې له دغه ولایته هند هېواد ته ۸۴۰ ټنه د انجې شیره صادره شوې ده.
هغه زیاتوي، تېر ۱۴۰۲ کال کې هند ته د انجې د صادراتو کچه ۴۵۰ ټنو ته رسېده چې سږ کال یې صادراتو کې نږدې دوه برابره ډېروالی راغلی دی.
انجه چې انغوزه او هینګ هم بلل کېږي، یو طبي او لوړه بیهلرونکی بوټی دی چې له کرلو څلور کاله وروسته حاصل ته رسېږي او دا مهال یې لوی پېریدونکی هېواد هندوستان دی.
د بلخ ولایت یو شمېر کروندګر هم وایي چې هېواد او په ځانګړي توګه بلخ کې د انجې کښت ښه پایله ورکړې خو د بیې ټیټدو ته یې اندېښمن دي.
بلخ کې د عصمتالله په نوم یو کروندګر وایي چې وروستیو کلونو کې د انجې له کرلو سره د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې او حاصلات یې هم تر نورو کرنیزو محصولاتو ښه دي.
خو نوموړی اندېښنه ښیي چې د تېر په پرتله د انجې بیه کې څو برابره کموالی راغلی دی او لامل یې په دغه ولایت کې د انجې بې کچې کرل ګڼي.
دغه راز، د بلخ ولسوالۍ د کوشکک کلي یوه بل کروندګر سمیعالله وویل، په وروستیو کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې او ان خپل د کور وسایل یې په دې موخه وپلورل څو د انجې کرلو له لارې ګټه ترلاسه کړي.
خو هغه وایي چې سږ کال د انجې د بوټو او شیرې بیې په بېمخینې ډول ټیټې شوې او کروندګر له زیان سره مخ دي.
بلخوا، د انجې یو شمېر پلورونکي وایي چې حکومت باید په خپلسري توګه د انجې د پلورونکو مخنیوی وکړي، ځکه له امله یې سوداګر له ستونزو سره مخ کېږي.
د مزارشریف شادیانو دروازې د انجې یو پلورونکی نورالدین پژواک ته وویل چې دا مهال یو کیلو انجه له زر افغانۍ څخه تر درې زره افغانیو پورې پلورل کېږي خو په تېرو کلونو کې دا بېه ډېره لوړه وه.
هغه زیاتوي چې دا مهال د مزارشریف ښار بېلابېلو سیمو کې د انجې تخم، نیالګي او شیره پلورل کېږي چې حکومت باید دا ټول خلک په یوه مارکېټ کې راټول کړي.
که څه هم دغه بوټی په طبیعي ډول د هېواد په ډېری ولایتونو کې را ټولېږي خو تېرو کلونو کې په غیرمسلکي ډول د انجې راټولولو له امله په ډېرو سیمو کې له منځه تللی او دا مهال یې تخم له ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان څخه هېواد ته راوړل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP