ژبه

کابل د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۳۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي، په کابل کې یې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره کړې چې په پایله کې یې د کابل منتخبې لوبډلې ته په درېیو سني کټه‌ګوریو کې ۷۵ ورزشکاران وټاکل شول.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي، په غازي سټیډیوم کې یې د کابل ولایت په کچه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ له ۱۰۰ مترو څخه تر ۵۰۰۰  مترو پورې په بېلابېلو واټنونو کې د ځغاستې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړې.

سرچینې لیکلي، دغه سیالۍ د نوو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې ترسره شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې د نوو ځوانانو له کټګورۍ ۲۰ کسان، د ځوانانو له کټګورۍ ۲۵ کسان او د لویانو له کټګورۍ بیا ۳۰ کسان چې ټول ۷۵ لوبغاړي کېږي، د کابل د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادونې ده، یادې سیالۍ دوه ورځې مخکې په کابل کې پیل شوې وې.

ورته موضوع