کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال وايي، پر داسې یوه کړنلاره کار روان دی چې له مخې به یې هغه زندانیان چې د زدهکړو بهیرکې برخه واخلي، د حبس موده یې کمېږي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د څرخي پله زندان کې د قرانکريم د حفظ، ديني او سواد زدهکړې، حرفي او ورزش برخو کې د شاوخوا ۵۵۵ زندانيان و د فراغت په مراسمو کې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست مولوي محمدیوسف مستري په دغو مراسمو کې یاد شمېر فارغ شوو کسانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: «دا چې تاسو له کوره را ورک شوي ياست او زنداني ياست، دا چې تاسو دین او مسلک یاد کړ تر دې لويه خوشالي کله شته؛ پخوا څه حال و؟ اوس به تردې لویه لاستهراوړنه چېرې وي چې زندانيان ديني، مسلکي او حرفوي زدهکړې ترلاسه کوي.»
دغهراز د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال قاري عبدالله همدرد وویل چې د زندان د نوم په اورېدو سره به د «وحشت او ظلم» احساس کېده خو نن د اسلامي نظام تر چتر لاندې له هماغه زندانه د علم او پوهې رڼاګانې ټولنې ته وړاندې کېږي.
هغه دغو فارغ شوو زندانيانو ته په خطاب کې وویل: «یوه خوشخبري درته لرم، پر داسې کړنلاره کار روان دی چې تر ډېره یې کارونه هم پای ته نږدې شوي، هغه کسان چې د زدهکړو په بهیر کې برخه واخلي د حبس موده یې ډېره کمېږي حتی نیمایي سزا یې معاف کېږی.»
همدارنګه د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال قاري حبیبالله بدر په نننيو مراسمو کې وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چېزندانیانو ديني او مسلکي زدهکړې وکړې څو د خلاصون سبب یې شي.
هغه زیاته کړه: «نن مې هغه ارمان پوره شو چې له زندانه به مدرسه جوړوو، نن الحمدلله ډېر کسان فارغ شول. دغهراز نور زندان د ویرې او وهلوـ ډبولو ځای نه دی، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زندانیان ووهي او شکنجه یې کړي.»
دغهراز د سترې محکمې د جزا دېوان مشر مفتي عتیقالله دروېش وویل، اوس زندان د وهلو او وېرې ځای نه، بلکې د ادب او علم مرکز دی.
هغه زیاته کړه: «اوس په زندان کې هېڅ ډول شکنجه نشته، که څوک شکنجه او یا وهل شوي وي کولای شي سترې محکمې ته عریضه وکړي؛ اوس زندانونه د روزنې په مرکزونو بدل شوي دي.»
ده دغهراز وویل: «تر راتګ وړاندې له شيخ عبدالحکيم حقاني صیب، قاضيالقضات صیب سره ناست وم، هغه د زندانونو چارو ادارې ته حکم وکړ چې د څلورو فارغ شوو زندانیانو حبس معاف او له بنده یې خوشې کړي او د دوو نور زندانیانو حبس هم معاف او د ضمانت په لرلو سره یې خوشي کړو.»
دغهراز، هغه زیاتوي، سترې محکمې یو ځانګړی پلاوی ټاکلی څو د یادو ټولو فارغ شوو کسانو د بند موده او د جرم څرنګوالی وڅېړي او هغوی ته به عفوه او یا هم د بند په موده کې تخفیف ورکړي.
په يادو مراسمو کې ځينې سياسي شنونکو هم برخه لرله
سياسي شنونکي محمدادریس محمدي ځاځی وویل: «له کومې ورځې چې د پلچرخي زندان جوړ شوی د وهلو، ټکولو، زجر او د نوکانو د اېستلو مرکز وو، خو اوس د پلچرخی زندان د پلچرخي په مدرسه بدل شوی دی.»
دی زیاتوي چې پخوا به کورنۍ په دې اندېښنه کې وې چې زوی یې زندان ته تللی نو که به لږ مجرم و، ستر مجرم به ورنه جوړ شوی و، خو اوس وضعیت بدلون موندلی او د مجرم کورنۍ په دې اړه کوم تشويش نه لري.
دغهراز، بل سياسي شنونکی سلیم پیکر وایي: «زندانیانو تاسو باید له خپلو جرمونو زدهکړې وکړئ او ټولنې ته د ښو خلکو په ډول ستانه شئ.»
هغه د زندان پر ساتونکو او مسوولینو غږ وکړ چې له زندانیانو سره نېک چلند وکړي او هغوی ته د مجرم په سترګه ونه ګوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP