Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت په غزه کې د کمال عُدوان پر روغتون بريد غندلی

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريد غندي او د نړۍ او سيمې پر بانفوذه هېوادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو مخنیوي ته دايمي حل‌لار پیدا کړي.

د راپورونو له مخې، اسرائيلي ځواکونو د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون په نښه کړی او روغتون ته د ټولو اړینو طبي اړتياوو رسېدو ته اجازه نه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د صهيونيستي غاصب رژيم له خوا په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريدونه او د روغتون سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ایستلو او د طبي کارکوونکو د حُرمت تر پښو لاندې کول پر کلکو ټکو غندي.

خبرپاڼه کاږي، د فلسطين د غزې سيمه چې له څوارلس نيمو میاشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم تر ځمکني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه یې نږدې په بشپړه توګه ور ویجاړ کړي، اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځیني روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالګر رژيم له خوا په ارادي او پلاني ډول له منځه وړل کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، په داسې حال کې چې اشغالګر رژيم د روانې نسل‌وژنې په دوام د جګړې ټول قوانین او اخلاقي معیارونه ترپښو لاندې کړي، د نړۍ د بانفوذه هېوادونو چوپتيا د اندېښنې وړ ده.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت يو وار بيا د نړۍ او سيمې پر بانفوذه هېوادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو د عاجل بندېدو او د فلسطين قضيې ته د يوې داسې دايمي حل‌لارې پیدا کولو لپاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي.

د فلسطین روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، غزه کې د وژل شوو شمېر تر اوسه ۴۵۲۲۷ ته رسېدلی چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.