اېبک (پژواک، ۱۷مرغومی ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې چې د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، نن بېرته پرانیستل شوې.
د سمنګان د ټولګټو ریاست د سړکونو د ساتنې او مراقبت انجنیر شیراغا مشفق پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو څلورو ولسوالیو تړل شوي مسیرونه بېرته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي دي.
هغه زیاته کړه، که څه هم لارې خلاصې شوې خو موټرچلوونکي باید د پېښو د مخنیوي په موخه د ټایرونو له زنځیر (چین) څخه کار واخلي.
د سمنګان د خرمسارباغ ولسوال ملا عبدالوکیل حقیار هم ټینګار وکړ چې له مرکز سره د یادې ولسوالۍ مواصلاتي لاره پرانیستل شوې خو یوازې د هغو موټرونو لپاره چې چین لري.
هغه زیاته کړې، د یو شمېر صعبالعبور کلیو مواصلاتي لارې لا هم تړلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP