Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چین په تبت کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس د چیني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې زلزله نن (سه‌شنبه) پر ځايي وخت سهار نهه بجې او پنځه دقیقې په دینګري ولسوالي کې شوې ده.

د چین دولتي ټلوېزیون د زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶،۸ درجې ښودلی خو د امریکا متحده ایالتونو د ځمک‌پېژندنې ادارې بیا د ريښتر ۷،۱ درجه یاده کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د یادې زلزلې له امله لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، یادې زلزلې وروسته څو نور ټکانونه هم لرل چې تر ټولو سخت یې د ریښتر ۴،۴ درجې و.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ځايي چارواکو ویلي چې د یادې سیمې له بېلابېلو ښارګوټو سره د اړیکې په حال کې دي څو د زلزلې اغېزې او زیانونه وڅېړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.