کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه ښار کې د یوې روزنیزې الوتکې لوېدو له امله دوه پیلوټان مړه شوي دي.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه هېواد د پوځ د هوايي ځواک اړوند د «مشاق» ډوله روزنیزه الوتکه نن غرمه مهال د کوېټې ښار نوانکلي سیمې ته نږدې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د حسنین شهزاد همایون په نوم یو جګړن چې د الوتنې روزونکی و، او د عبدالصمد په نوم یو تورن چې تر روزنې لاندې پیلوټ و، مړه شوي دي.
په همدې حال کې، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغو دوو پیلوټانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د یادونې ده، د روان میلادي کال په جون میاشت کې هم د پاکستان پوځ یوه «اېمآی-۱۷» ډوله چورلکه مظفراباد ښار ته نږدې د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې وه چې ټول سپاره کسان یې مړه شوي وو.
دغه راز، په همدې میاشت کې د پاکستان د هوايي ځواک یوه الوتکه د مردان په سیمه کې د روزنیزې الوتنې پر مهال لوېدلې وه چې په پایله کې یې دواړه پیلوټان مړه شوي وو.