ژبه

د مصر او سوډان پر پوله د سرو زرو پر یوه کان هوايي برید کې ۷۲ کارګر وژل شوي

سهراب سروری

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۹

Views: ۸

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سوډان د بشري حقونو یوې ادارې ویلي چې د مصر او سوډان پر پوله د سرو زرو پر یوه کان هوايي برید کې لږ تر لږه ۷۲ کارګر وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه برید د روانې اونۍ د شنبې په ورځ شوی او د «بېړنیو وکیلانو» په نوم سازمان چې د سوډان په جګړه کې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې مستندوي، د مصر هوايي ځواک د دغه برید پر ترسره کولو تورن کړی دی.

خو د فرانسې خبري اژانس په خپل راپور کې لیکلي چې نه دی توانېدلی دغه موضوع په خپلواکه توګه تایید کړي.

د مصر حکومت هم تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د راپور له مخې، له دغه بریده دوو ژوندي پاتې کسانو ویلي چې د برید پر مهال ډېر شمېر کارګر په سیمه کې موجود وو او خلکو د خپلو ځانونو ژغورلو لپاره غرونو ته پناه یووړه.

هغوی ویلي چې د یو شمېر قربانیانو جسدونه یې لیدلي او احتمال شته چې نور کسان هم تر خاورو او ویجاړو شوو ودانیو لاندې بند پاتې وي.

د راپور له مخې، دا په روان کال کې په جبل‌العقیدات سیمه کې د سرو زرو د غیررسمي استخراج پر یوه ځای دویم برید دی.

د روان کال د جون میاشتې په برید کې هم ۲۳ کارګر وژل شوي وو.