Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو اړېکو خبرې کړي

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومې ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره په لېدنه کې پر دوه  اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې وکړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره وليدل.

مولوي امیرخان متقي دوه ورځې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

بلخي لیکلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې اترې وکړې.

دی وایي، همداراز د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي، په ځانګړې توگه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پرلارو چارو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.

بلخي زیاتوي، د بهرنيو چارو وزير له اماراتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې راشي او افغانحکومت چمتو دی چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لیکلي، په پای کې د دوې اړخيزې سوداګرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د توافق شوو چارو پر  تعقيب هوکړه وشوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.